په لنډیکوتل کښې سرکاري د اوبو څښلو ذخیرې څخه غیرقانوني نلکې لګول شوي دي

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د لنډې کوتل بازار سره څیرمه د څښلو د اوبو له لویو ټانکونو څخه د ناقانونه د اوبو نلکې لګول شوي دي چې له وجهې ی سرکاري روغتون او نورو سیمو کې د اوبو په ترلاسه کولو کښې ځایی اولس او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ځایی سرچینو مطابق ډپټي کمشنر خيبر په لنډي کوتل کښې ددې ناقانونه د اوبلو نلکو لګولو په ضد نوټس اخستې وو او باقاعده لارښوونه ی کړې وه.
ځایی سرچینو مطابق د اوبو غيرقانوني نلکې وس هم بحال دي چي له وجي ی د لنډي کوتل بازار تحصيل کمپاونډ او ضلعي هيډکوارټر هسپتال او مختلفو کليو ته د اوبو سپلائي بنده شوې یا کمه شوي ده.
د اوبو دې غیرقانوني نلکو لګولو له امله ځایی تاجران او خلق د ستونزو سره مخ دي او غوښتنه ی کړې چې اړوند چارواکی دې د غیرقانوني د اوبو نلکې لګولو کسانو او دوکاندارانو په ضد کاروایی وکړي او د اوبو دا غیرقانوني نلکې دې بندې کړي.

Leave a reply