روسيې ويلي، د انقرې په همکارۍ د اوکراين د جګړې له کبله د تړل شويو بندرونو ازادولو ته چمتو دي

روسيې ويلي، د انقرې په همکارۍ د اوکراين د جګړې له کبله د تړل شويو بندرونو ازادولو ته چمتو دي
نړيوالې ټولنې په وار وار له مسکوه غوښتي چې د اوکراين د بندرونو کلابندي خلاصه او د غلو صادراتو ته اجازه ورکړي. روسيې د بندرونو د پرانيستې لپاره پر دغه هيواد د بنديزونو لرې کول د شرط په توګه وړاندې کړي ؤ.
(2022 / 5 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسيې ويلي، د انقرې په همکارۍ د اوکراين د جګړې له کبله د تړل شويو بندرونو ازادولو ته چمتو دي. دا خبره د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان ته کړې ده.
د کريميلين په يوه خبرپاڼه کې د پوتين له قوله ويل شوي چې په دې کې به د اوکراين بندرونه هم شامل وي.
د اوکراین په بندرونو کې د تجارتي مالونو لسګونه بېړۍ ايسارې او د روسي ځواکونو له لوري محاصره دي. دا چاره د دې سبب شوې چې له اوکراينه د غنمو او نورو خوراکي توکو صادرات په ټپه ودريږي.