د کابل په سیند کې یو ماشوم ډوب شوې ، تراوسه ماشوم مړې نه دې موندل شوې

0
162

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر د تحصیل لنډي کوتل په لرې پرته سيمه لوی شلمان شین پوخ کښې د ملک امروز خان په کلي کښې د کابل په سیند کښې یو ماشوم لاهو شوې او تراوسه د ماشوم مړې نه دې پیدا شوې.
د ریسکیو 1122 کنټرول روم ته اطلاع ورکولو سره سم د ډسټرکټ ایمرجنسي افسر سید شعیب منصور په لارښوونه ددوی د دفتر غوپه وهونکي ټیمونه د پیښې ځای ته لیږل شوي دي.
د ځايي سرچينو په وينا، پېښه نن د ملک امروز كلي ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د ځایی سرچنیو مطابق په کابل سیند کې ډوب شوي ماشوم نامه معاویه ده، ۹ نهه کلن دې او د حاجی مزمل ځوی دې.

Leave a reply