وفاقي کابینې د عمران خان او محمود خان په ضد یوه مهمه پریکړه کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي کابينې د پخواني وزيراعظم عمران خان د وسلې راوړلو او د خيبرپښتونخوا وزيراعلې محمود خان له لوري خپور شوي بيانونو په اړه د اقدام کولو فيصله کړې ده.
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې کابينې د عمران خان د کارکنانو د وسلې راوړلو بيان نوټس اخيستې دې۔
دسرچينو ترمخه دکابينې غونډه کې د رانا ثناء الله په مشرۍ کې پينځه کسيزه کميټۍ جوړه کړل شوې چې پکښې قمر زمان، اياز صادق، اسد محمود اؤ د قانون وزیر اعظم نذير تارړ شامل دي په کومه کې چې کميټۍ دعمران خان اؤ محمود خان د بيانونو جائزه اخستې اؤ په اړه به يې خبر ورکوي او راتلونکې تګلاره به اعلان کړي.دسرچينو ترمخه وفاقي کابينې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په بيان سخته انديښنه څرگنده کړې ده.
د کابينې بريفنګ کښې وئيلي شوي دي چې د رسنیو له لوري په حقیقي معنی کې رپورټنګ کول او د مخالفو حقيقي مخونو په حقله راپور ورکول د ستاينې وړ دي.وفاقي کابينې د قانون نافذونکو اهلکارو ته هم د خپلو دندو په ښه توګه سر ته رسولو هم ستاینه کړې ده.






