د عمران خان د ۲۵ م مارچ لاریون سیاسی فعالیت نه بلکه د ریاست په ضد یو سازش وو: وزیرداخله

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې د مې د ۲۵م لانګ مارچ سياسي فعاليت نه بلکې د رياست ضد سازش وو او دا سياسي بيانونه نه وو بلکې یو جنایی عمل وو.

اسلام اباد کې د وفاقي کابينې د غونډې وروستو ميډيا سره خبرو کې رانا ثناء الله وويل وفاقي کابينې د عمران خان د هغه بيان نوټس اخستې چې پکښې د عمران خان د کارکونکو د وسلې راوړلو دپاره حکومتي وسائل کارول شوي وو.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې دا سیاسي فعالیت نه وو بلکې په ښکاره ډول پر ایالت د برید هڅه وه چې د دې لپاره پي ټي آی یوه ورځ وړاندې د خیبر پښتونخوا په هاؤس کې وسله وال کسان راټول کړې وو او د لانګ مارچ په ورځ د ګلګت بلتستان وزیراعلي هم په پولیسو برید وکړ.رانا ثناءالله وايي چې په ډي چوک کې د پي ټي ايي سره څو زره کسان راټول شوي وو، هغه اوویل چې پي ټی ایی وسلی والو کسانو په پوليس ډزې وکړي، هغه اوویل چې دا سياسي بيان او فعالیت نه وو بلکه دا يو جنايی عمل ی چې د پي ټي آیی مشرانو ترسره کړو.
.ده زياته کړه چې ددوي کسان د ډزو په نيت راغلي وو، دا يو د فتنې او د فساد مارچ وو، د کابينې وړانديز کړى چې ددوي په ضد دې مقدمه درج کړل شي، هيله ده چې مقدمه درج کړل شي او سزا به ورکړل شي.

Leave a reply