عمران خان د ملک ریاض او آصف زرداري د خبرو څخه د لاتعلقې څرګندونه کړې ده

0
171

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزیراعظم عمران خان د بې اعتمادۍ پر مهال له اصف علي زرداري سره د هر ډول تماس خبره رد کړې او د اصف علي زرداري او ملک ریاض تر منځ په خبرو یې ناخوښي څرګنده کړې ده.

پيښور کښي ډيجيټل ميډيا نمائندګانو سره خبرو کښي د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان اعتراف کړے دے چي ده ته د خپل ملک لپاره د سوچ کولو پيغام استولے شوے دے، هغه نه شي ويلے چي دا پيغام د چا لخوا راغلے دے.

عمران خان وويل، چې له ٢٦ کلونو راهيسې وايي چې اصف علي زرداري او مسلم ليګ ن يو دي، د لانګ مارچ د ختمولو تر شا کومه معامله نشته، هغه اوویل چې که لانګ مارچ ی نه وې ختم کړې نو ډیره ګډوډي او وینه به توی شوې وې.

هغه وويل چې له اسمبلۍ څخه يې استعفى ورکړې ده، د تصديق لپاره د تللو ضرورت نشته، د قامي اسمبلۍ په انګړ کې يې د سپيکر مخې ته د خپلې استعفی اعلان وکړ، خان اوویل چې په کومه ورځ چې هغه بېرته اسمبلۍ ته ورشي نو معنی به ی دا وي چې دا وارد شوې حکومت هغه تسلیموي نو دې لپاره هغه اسمبلۍ ته نه ځي.

Leave a reply