د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د ختيځ زون د مهاجرينو مسئوولينو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د ختيځ زون د مهاجرينو مسئوولينو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
29 نومبر 2022
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت پلاوي د ختيځ زون د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو له مسئوولينو سره د همغږۍناسته ترسره کړه.
ياده ناسته په ختيځ زون کې د مهاجرينو چارو وزارت او( UNHCR) دفتر د ګډو فعاليتونو او دوه ورځني ورکشاپ په اړه د ننګرهار د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست کې ترسره شوه.
په ناسته کې د ننګرهار په ګډون د کنړ او لغمان ولايت د مهاجرينو رياستونو مسئوولينو او کارمندانو هم ګډون کړي وو.
د یاد وزارت د داخلي بې ځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې رئيس مولوي سردار شيرزاد د پلاوي د مشر په توګه د دواړو ادارو تر منځ په ګډو فعاليتونو رڼا واچوله او د رياستونو د چارو د ښه والي په اړه يې معلومات ورکړل.
اړوند موضوعات
د ننګرهار ولایت مرستیال والي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له پلاوي سره ولیدل.
د پروګرامونو ارشد مدير انجنير محمد اجمل او د وزارت مقام سکرتر انجنير عابد د دوه ورځني ورکشاپ د موخو او اړتياوو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه يې د وزارت او (UNHCR) تر منځ د لاسليک شوي هوکړه ليک (2022 PPA) او د ياد ورکشاپ دوه ورځنۍ اجنډا ګډونوالو ته تشريح کړه او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.






