غزني ولایت کې د ډبرو سکرو ګازو د یوېـکورنۍ درې کسه وژلي دي

غزني ولایت کې د ډبرو سکرو ګازو د یوېـکورنۍ درې کسه وژلي دي
باختر آژانس خبر ورکړی چې يوه ښځه او د هغې دوه ماشومان د سکرو د لوګي له امله مړه وژل شوي. د پېښې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي. په تیرو وختونو کې ورته پیښې رامنځته شوې دي. د ژمي په موسم کې اکثره کورنۍ د خپلو کورونو د تودوخې لپاره له ډبرو سکرو کار اخلي چې کله ناکله د ګازو او ډبرو سکرو سوځېدلو مرګونې پېښې رامنځته کوي.
(2022 / 11 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې کورنۍ درې غړي د ډبرو سکرو د چپه کېدو له امله مړه شوي دي.
د چارواكو په وينا، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د قوس په ۷ مه د غزني ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د “قدم خان” په سيمه كې رامنځته شوې ده.
باختر آژانس خبر ورکړی چې يوه ښځه او د هغې دوه ماشومان د سکرو د لوګي له امله مړه وژل شوي. د پېښې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
اړوند موضوعات:
په سمنګان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز نیونې له امله څلور تنه مړه شوي دي
په تیرو وختونو کې ورته پیښې رامنځته شوې دي. د ژمي په موسم کې اکثره کورنۍ د خپلو کورونو د تودوخې لپاره له ډبرو سکرو کار اخلي چې کله ناکله د ګازو او ډبرو سکرو سوځېدلو مرګونې پېښې رامنځته کوي.






