په سمنګان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز نیونې له امله څلور تنه مړه شوي دي

0
140

په سمنګان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز نیونې له امله څلور تنه مړه شوي دي

تېره اوونۍ هم د تخار ولایت د اوسېدونکو له ډلې څلور کان کیندونکي په دې ولسوالۍ کې د واګونونو له پرې کېدو وروسته مړه شول. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د ډبرو سکرو دوديز او غير مسلکي استخراج زيات شوى او د سيمه ييزو چارواکو په وينا، د غير مسلکي کانونو له امله هر کال لسګونه کسان مري.

(2022 / 11 / 9    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې د دغه ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو  له امله څلور تنه وژل شوي دي.

د سمنګانو د والي وياند عبدالصبور سيغاني وويل، چې دغه پېښه دوه ورځې وړاندې (د عقرب په ١٥مه) د دره صوف ولسوالۍ په کان کې د ميتان ګاز د راټولېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سمنګانو ولايت کې سرچينې وايي چې په دې پيښه کې د دوو وروڼو په ګډون درې تنه وژل شوي چې د باميانو ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ د فيروزبهار او سرګل د کليو اوسيدونکي دي او يو بل تن د دايکنډي ولايت دى.

سرچينې زياته کړه، چې د درېيو کسانو جسدونه دوه ورځې وړاندې په يکاولنګ کې په خپلو کليو کې ښخ شوي او د څلورم کس جسد دایکندي ته وړل شوی دی.

اړوند موضوعات:

کیږدۍ کې د ګازو ډبې لۀ امله مرګ ژوبله رامنځته شوې 

Leave a reply