د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر عمان کې د انټي بیاټیک په وړاندې د مقاومت کنفرانس ګډونوالو ته خپله وینا واوروله.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر عمان کې د انټي بیاټیک په وړاندې د مقاومت کنفرانس ګډونوالو ته خپله وینا واوروله.
27 نومبر 2022
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د انټي بیاټیک په وړاندې مقاومت یا Anti-microbial Resistance(AMR) کنفرانس ګډونوالو ته خپله وینا واوروله.
په دې وینا کې ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د د انټي بیاټيکو په وړاندې مقاومت یا AMR نړیوال روغتيايي سيستم ته جدي ګواښ وباله، چې د نړۍ زیات شمیر هیوادونو په ځانګړي ډول د مخ پر ودې هیوادونو د وګړو روغتیا ګواښي.
هغه همدا راز زیاته کړه چې نه یواځې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په نورو مخ پر وده هیوادونو کې هم د ټولنې خلګ دمکروب ضد درملو په مصرف کې پاملرنه نه کوي او دا درمل په غير معقول توګه استفاده کوي چې دا ډول کار د Antibiotics په مقابل کې مقاومت ډيروي، افغانستان د AMR سره د مجادلې په برخه کې ژمن دی او همدې موخې ته د رسیدلو لپاره یې په دې برخه کې National Action Plan په بیا کتني کار پیل کړی چې په ۶ اهدافو تمرکز کوي.
ډاکټر عباد د دې پدیدې سره د مجادلې لپاره د یوې جامع پالیسۍ جوړول او د پالیسۍ د تطبیق په برخه کې د لازمو مالي منابعو شتون او په لوړه کچه تعهد زیات اړين وباله او د نورو هیوادونو څخه په ځانګړي ډول د پرمختللو هیوادونو څخه یې غوښتنه وکړه چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
اړوند موضوعات
د هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو ترمنځ په عمان هيواد کې دريم نړيوال کنفرانس دایر شو.
ښاغلي وزير همداراز د بیلابیلو هیوادونو د روغتیا او زراعت وزیران او معینان مخاطب کړل چې د روغتیا پروګرامونه باید د سیاسي موخو ښکار نه شي او که روغتیایي پروګرامونه د سیاسي اجنډاوو او موخو تر تاثیر لاندې راشي دا به د سلګونو زره ماشومانو، میندو، او د لوړ عمر کسانو روغتیا متاثره کړي.






