د هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو ترمنځ په عمان هيواد کې دريم نړيوال کنفرانس دایر شو.

0
173

د هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو ترمنځ په عمان هيواد کې دريم نړيوال کنفرانس دایر شو.

25 نومبر 2022

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو ترمنځ په عمان هيواد کې د Anti- microbial resistance دريم نړيوال کنفرانس دایر شو.

 

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد هم د دې کنفرانس ګډونوال دی او د کنفرانس ګډونوالو ته به وینا وکړي.

 

دغه کنفرانس چې په عمان هيواد کې ترسره کېږي د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د روغتیا نړیوال سازمان، ماشومانو، خوړو، زراعت او ګڼو نورو مؤسسو مسوولینو هم په کې ګډون تر سره کړی او د کنفرانس ټول ګډونوال به د Anti-Microbial resistance د حل لپاره ، د نوښتونو ، چيلنجونو ، حل لارو او political partnership په اړه خپل وړاندیزونه شریکوي.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر عمان هیواد کې د نړیوال سازمان “WHO” د عمومي رئيس سره وکتل.

یاد کنفرانس د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۶ م کال کې په نیدرلنډ هيواد کې ترسره شوی و او دا څو کلونه د کرونا او نړیوالو ستونزو له کبله ځنډېلی و.

Leave a reply