د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر عمان هیواد کې د نړیوال سازمان “WHO” د عمومي رئيس سره وکتل.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر عمان هیواد کې د نړیوال سازمان “WHO” د عمومي رئيس سره وکتل.
25 نومبر 2022
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد عمان هيواد ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د نړیوال روغتیایی سازمان “WHO” د عمومي رئيس ډاکټر تیدروس سره ولیدل.
په ياده لیدنه کې یی د روغتیایی خدمتونو د معیاری کولو ، سپینو ساحاتو ته چیرته چې روغتیایي خدمتونه کم یا هم نشته هلته هلته د روغتيايي خدماتو د رسولو په اړه ، د روغتیایي پرسونل د ظرفيت لوړولو او نړیوال روغتیایی سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د حضور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او همداراز د عامې روغتیا وزیر د نړیوال روغتیایي سازمان عمومي رئيس ته دعوت ورکړ چې افغانستان ته سفر وکړي.
ډاکټر ټیډروس د ښاغلي وزیر د مؤثرو کارونو څخه مننه وکړه او و یې ویل چې د روغتیا وزارت د روغتیا په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري چې WHO به خپلې همکارۍ ته د افغانستان د روغتیايي سکتور سره ادامه ورکړي.
همدارنګه ژمنه يې وکړه چې د افغانستان څخه به په يوه سفر کې لیدنه تر سره کړي.