د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد عمان کې د دغه هیواد د روغتیا له وزیر سره کتلي.

0
240

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد عمان کې د دغه هیواد د روغتیا له وزیر سره کتلي.

26 نومبر 2022

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د عمان هيواد د روغتیا وزیر ډاکټر هلال السبتي سره ولیدل.

 

په دې لیدنه کې ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د عمان د روغتیا وزیر دا ابتکار چې د ټولو هیوادونو د روغتیا او زراعت وزیران یې د Anti-microbial resistance د تاثیراتو، لاملونو او حل لارو او واضح پالیسیو په اړه بحث ته را بللي وو ستاینه او مننه وکړه.

 

همداراز یې د عمان د روغتیا وزیر څخه وغوښتل تر څو د افغان روغتیایی پرسونل په ارتقاء ظرفيت او د افغانستان د روغتيايي سکتور سره مرسته وکړي.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر عمان هیواد کې د نړیوال سازمان “WHO” د عمومي رئيس سره وکتل.

 

د عمان د روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر عباد او ورسره مل هیئت ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې افغانستان زموږ ورور هیواد دی او په هر لحاظ زیات مشترکات ورسره لرو چې د روغتیایي پرسونل په ظرفیت لوړونه او د روغتیا په نورو برخو کې به همکار اوسو.

Leave a reply