د استاد یاسر ځوی عمار یاسر وایي پلار یې ژوندی او د پاکستان په زندان کې بندي دی.

0
111

د استاد یاسر ځوی عمار یاسر وایي پلار یې ژوندی او د پاکستان په زندان کې بندي دی.

26 نومبر 2022

د طالبانو د اسلامي تحریک یو مهم غړی او مشر استاد محمد یاسر چې په افغانستان او پاکستان کې ډیر مشهور او د زیاتو خلکو خوښ و، د زیات وخت څخه لادرکه او ژوند او مرګ یې هیڅ مالومات نه کیږي.

نوموړی د ۲۰۰۹ کال په وروستیو ورځو کې په پاکستان کې ونیول شو، چې بیا درې کاله وروسته یې د شهادت اوازه خپره شوه.

اوس د نوموړي مشر ځوی عمار یاسر پخپله ټویټر پاڼه یو ځل بیا د هغه په اړه تازه مالومات ورکړي چې نوموړی ژوندی او د پاکستان په زندان کې بندي دی.

 

نوموړی وایي: په پاکستان کې د محترم استاد ياسر د زنداني کیدو درې کاله وروسته د نوموړی دشهادت اوازه خپره شوه چې تر نن پورې په اثبات ونه رسیده.

هغه زیاتوي: څو ورځې وړاندې یو ورور داکتر کریم ټنیوال دا خبر نشر کړه چې ما په خپل شخصی تعلق د دوبۍ استخباراتو څخه دا معلومات ترلاسه کړل چی استاد ژوندی او د پاکستان په زندان کی دی.

اړوند موضوعات

د پاکستان او افغانستان په سرحدي پوله د ترهګرو په ډزو کښې یو پاکستانۍ سرتیرې شهید شوې

مونږ د ډاکټر صیب سره شخصی تماس ونیوه، نوموړي په خپله خبر ښه مطمئن دی، د نوموړی معلومات مونږ د خپل حکومت مسؤلینو سره شریک کړل ترڅو د پاکستان حکومت سره مطرح شي.

حماد

Leave a reply