ذبیح الله مجاهد: د هیواد شمالي ولایت دایکندي مرکز کې د باغیانو یوه ډله وځپل شوه او مرکز یې له منځه یوړل شو.

ذبیح الله مجاهد: فایل فوټو
ذبیح الله مجاهد: د هیواد شمالي ولایت دایکندي مرکز کې د باغیانو یوه ډله وځپل شوه او مرکز یې له منځه یوړل شو.
26 نومبر 2022
د اسلامي امارت مرکزي ویاند په خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د اسلامي امارت ځواکونو د دایکندي مرکز کې د باغیانو یوه ډله وځپله او د هغوی مرکز یې له منځه یوړو.
هغه زیاتوي: وړمه ورځ د دایکندي ولایت مرکز اړوند سیوک شیبر سیمه کې په یوه کورکې د مسلح کسانو د شتون را پورونه تر لاسه شول.
د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو دوه ځلې د سیمي سپين ږیږي ور ولیږل چې مسلح کسان باید خپلې وسلې پرځمکه کیږدي او د بغاوت هڅه ونکړي.
خو له مکررو هڅو سره سره بغاوتکونکو د وسلې له غورځولو انکار وکړ، وروسته امنیتي ځواکونه اړ شول چې دغه ځای ته ننوزي چې له غبرګون سره مخ شول ۱ تن شهید او ۲ ټپيان شول.
بیا امنیتي ځواکونو هم متقابل برید وکړ چې له امله يې ۹ تنه مسلح کسان ووژل شول او ۴ تنه په متقابلو ډزو کې ټپيان شول.
اړوند موضوعات
وژل شوي کسان ټول مسلح وو او د بغاوت هڅه يې کوله، نور هلته د ماشومانو وژل کیدل یا کوم بل زیان رسیدل حقیقت نه لري.
حماد






