ا.ا. کابل کې د داعش د پنځو غړو د وژلو ادعا کړې ده
ا.ا. کابل کې د داعش د پنځو غړو د وژلو ادعا کړې ده
په همدې حال کې د کابل ښار د پنجصد فامیلیو او خیرخانې سیمې اوسېدونکو د څو چاودنو او د درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدلي وو. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ا.ا. ځواکونو په پنجصد فامیلیو او خیرخانې سیمو کې د داعش د غړیو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه ګڼ عملیات ترسره کړي دي.
(2022 / 11 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا. امنیتي چارواکي د کابل ښار په پنځلسمه حوزه کې د داعش د پنځو غړو د وژلو او د څلورو د نیولو خبر ورکوي.
د کابل ښار امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې د داعش ډلې د غړو پر پټنځایونو د عملیاتو په پایله کې د دوو ښځو په ګډون پنځه داعشیان وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.
د ا.ا. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابل ښار د پنج سوو کورنیو په سیمه کې یې د پاکولو عملیات پیل کړي دي.
په همدې حال کې د کابل ښار د پنجصد فامیلیو او خیرخانې سیمې اوسېدونکو د څو چاودنو او د درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدلي وو.
اړوند موضوعات:
ذبیح الله مجاهد: تېره شپه مو پر کاج ښوونیز مرکز او وزیر اکبرخان مسجد د برید مسؤلین وژلي
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ا.ا. ځواکونو په پنجصد فامیلیو او خیرخانې سیمو کې د داعش د غړیو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه ګڼ عملیات ترسره کړي دي.