نډپټان ولسوالۍ کې تر سرحدي نښتو وروسته ټول ښوونځي تړل شوي دي

ډنډپټان ولسوالۍ کې تر سرحدي نښتو وروسته ټول ښوونځي تړل شوي دي
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د سپین بولدک او ډنډ پټان پر پوله د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځلې وسله والې نښتې شوې دي. تر اوسه د نښتو د کره مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو کورنیو رسنیو پرون اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو په ګډه پوله د شخړو د مخنیوي لپاره ګډه کمیټه جوړه کړې ده.
(2022 / 11 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د وسله والو نښتو په دوام د دغه ولایت د پوهنې ریاست چارواکو اعلان کړی چې د ډنډ پټان ولسوالۍ ټول ښوونځي تړلي دي.
سیمه ییزو رسنیو د ډنډ پټان ولسوالۍ د پوهنې رییس اصیل محمد واحدیار له قوله ویلي، چې په دغه ولایت کې د وسله والو نښتو له امله له لومړني ښوونځي تر لېسې تړل شوي دي.
دوی ویلي چې، متعلیمین د کال په پای کې په ازموینو بوخت دي او د ښاغلي واحدیار په وینا چې ازموینې هم بندې شوې دي.
هغه دا هم وويل، چې د اتو ښوونځيو او اوو ديني مدرسو ټول ٤٣٢٧ زده کوونکي او ١٥٠٠ زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د سپین بولدک او ډنډ پټان پر پوله د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځلې وسله والې نښتې شوې دي.
اړوند موضوعات:
چمن–سپین بولدک دروازه هلته تر جګړې وروسته تر نامعلومې نېټې تړل شوې ده
تر اوسه د نښتو د کره مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو کورنیو رسنیو پرون اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو په ګډه پوله د شخړو د مخنیوي لپاره ګډه کمیټه جوړه کړې ده.






