د ط.البانو له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره کرزي بهر ته د تګ اجازه ترلاسه کړه

د ط.البانو له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره کرزي بهر ته د تګ اجازه ترلاسه کړه
ط.البانو حامد کرزي ته د سفر اجازه ورکړه. پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته یوې نږدې سرچین AMO ته ویلي چې ط.البانو ښاغلي کرزي ته اجازه ورکړې چې د “طبي معایناتو” لپاره جرمني ته سفر وکړي.
(2022 / 11 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ط.البانو حامد کرزي ته د سفر اجازه ورکړه. پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته یوې نږدې سرچین AMO ته ویلي چې ط.البانو ښاغلي کرزي ته اجازه ورکړې چې د “طبي معایناتو” لپاره جرمني ته سفر وکړي.
دا به د ط.البانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د ښاغلي کرزي لومړی سفر وي. هغه مخکې ویلي وو چې ط.البان به ورته د تګ اجازه ورنکړي.
تر دې وړاندې دوه ځلي ښاغلي کرزي بهر ته د تګ هڅه کړې وه؛ خو د ا.ا. له لوري د کابل هوايي ډګر څخه بېرته راګرځېدلی وو او اجازه نه وه ورکړل شوې چې بهر ته سفر وکړي.
اړوند موضوعات:
تر دې وړاندې د پخواني حکومت د ملي شورا رئیس فضل هادی ملسمیار او د سولې شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله چې بهر ته یې د سفر اجازه نه درلوده، اجازه تر لاسه کړې وه او په کوقت سفر ورته بهر ته د تګ اجازه ورکړل شوې وه.






