حامد کرزي د خپل امنیت د نۀ خوندیتوب خبر ورکړی دی 

0
176

حامد کرزي د خپل امنیت د نۀ خوندیتوب خبر ورکړی دی 

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د پخواني ولسمشر اشرف غني په ګډون د هېواد ډېری مشران له هېواده وتلي، خو حامد کرزی چې له یوې لسیزې زیات د افغانستان ولسمشر و، له هېواده نه و وتلی.

 

(2022 / 8 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دی د خپل ځان د خوندیتوب په اړه اندېښمن دی، خو له ط البانو نۀ.

ښاغلي کرزي د امريکا له ملي راډيو (NPR) سره په مرکه کې وويل: سره له دې چې ط البانو نجيب الله د خپل واک په لومړۍ دوره کې اعدام کړ، خو د دوى په اړه اندېښنه نه لري، بلکې د ده اندېښنه له بهرنيو هېوادونو ده.

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د پخواني ولسمشر اشرف غني په ګډون د هېواد ډېری مشران له هېواده وتلي، خو حامد کرزی چې له یوې لسیزې زیات د افغانستان ولسمشر و، له هېواده نه و وتلی.

نوموړي د ط البانو له لوري د بهرنيو سفرونو د بنديز په اړه ويلي، چې څو ځلې يې بهر ته د سفر غوښتنه کړې، خو تل يې رد کړې ده.

پخواني ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه ازاد سړی ګڼل کېږي، وویل چې په کابل کې یو ازاد سړی دی.

هغه زیاته کړه چې ط البان ویره لري چې که هغه له افغانستان څخه ووځي نو بیرته هیواد ته راستون نشي او “هر څه به تباه شي”.

له بلې خوا حامد کرزي ویلي، چې له ډېرو هغو ط الب مشرانو سره یې لیدلي، چې له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو هڅې کوي.

خو هغه وویل چې ط البان باید لومړی د افغانانو د باور د ګټلو لپاره په کور دننه ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته کړه: “موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې ټول افغانان ځانونه د دې هیواد برخه ګڼي او دا حکومت د دوی استازیتوب کوي. زموږ هدف د یو ښه افغانستان جوړول دي.»

هغه ط البانو ته په اشارې سره چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نیسي او خبرداری یې ورکړ: “له نن څخه یوه لسیزه به موږ د اوس په پرتله بدتره وي.” د افغانستان پخواني ولسمشر وویل، ط البان باید د ده په څېر خلکو ته د بهر د تګ زمینه برابره کړي او نړیوالې ټولنې ته ووایي چې افغانستان د ښې راتلونکې لپاره پر سم لوري روان دی او د ملاتړ مستحق دی.

خو هغه ته د دې هېواد له پلازمېنې کابل څخه بهر د تګ اجازه هم نه ورکول کېږي.

Leave a reply