د افغانستان کرکټ لوبډلې سریلنکا ته په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د ۶۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ لوبډلې سریلنکا ته په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د ۶۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.

25 نومبر 2022

د افغانستان او سریلنکا تر مینځ د پنځوس اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې سریلنکا ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

ننۍ لوبه چې د سریلنکا په پالیکلي لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې پنځوس اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۲۹۴ منډې ترسره او سریلنکا ته یې د ۲۹۵ منډو هدف وټاکلو.

 

افغان لوبډله کې نن ټولو لوبغاړو غوره توپ وهنه ترسره کړه، چې ابراهیم ځدران د سلیزې تر پوره کولو وروسته ۱۰۶ منډې، ګربز ۵۲ او رحمت شاه ۵۳ غوره منډې ترسره کړې.

سریلنکا د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې په لومړي سر کې مقابله ونه کړه او ویکټې یې زر زر ورکړې، خو وروسته نیسانکه او هرسنګه غوره او تیزه لوبه ترسره کړه، خو لوبډله یې تر بریا ونه رسوله، نسانکه ۸۵ او هرسنګه ۶۶ منډې جوړې کړې او ټوله لوبډله یې د ۲۳۴ منډو او ۳۸ اورونو کې وسوځیده.

د افغانستان توپ اچوونکو کې فاروقي او ګلبدین نایب غوره توپ اچوونه ترسره کړه، چې فاروقي ۴ او نایب ۳ لوبغاړي وسوځول.

اړوند موضوعات

نړیوال شل اوریز جام پایلوبه کې انګلستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د جام ګتونکی شو.

د لوبې په پای کې د افغانستان له اړخه سلیزه وهونکی ابراهیم ځدران د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
حماد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载