نړیوال شل اوریز جام پایلوبه کې انګلستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د جام ګتونکی شو.

0
169

نړیوال شل اوریز جام پایلوبه کې انګلستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د جام ګتونکی شو.

13 نومبر 2022

اسرالیا کې د روان نړیوال شل اوریز جام پایلوبه کې پاکستان ماته وخوړه او انګلستان د دغه جام ګټونکی اعلان شو.

ننۍ لوبه کې انګلستان پچه وګټله او د توپ وهنې لپاره یې پاکستان ته بلنه ورکړه، پاکستان د اته لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۷ منډې جوړې او انګلستان ته یې د ۱۳۸ منډو هدف وټاکلو.

د انګلستان له لورې سیم کارون غوره توپ اچونه وکړه او پخپلو ۴ اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول او همدا راز عادل رشید هم دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د پاکستان لورې لومړي توپ اچوونکو غوره توپ اچونه ترسره کړه، خو د شاهین شاه افریدي د ټپي کیدو او د بین سټوک د غوره توپ وهنې له کبله انګلستان لوبه په خپل نوم کړه.

اړوند موضوعات

پاکستان د نړیوال شل اوریز جام په پایلوبه کې د انګلستان پر وړاندې نن خپل بخت ازمایي.

د انګلستان له لورې بین سټوک ۵۲ غوره منډې ترسره کړې او خپله لوبډله یې د نړیوال جام تر ګټلو ورسوله.

حمادشیرزاد

Leave a reply