د چارو عمومي اداره: له ازبکستانه پیرل شوي ۱۲۵ عرادې امبولانسونه عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول.

0
223

د چارو عمومي اداره: له ازبکستانه پیرل شوي ۱۲۵ عرادې امبولانسونه عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول.

25 نومبر 2022

د اسلامي امارت چارو عمومي ادارې په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې له ازبکستانه پیرل شوي ۱۲۵ عرادې امبولانسونه عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د اداره امور د تدارکاتو ملي رياست په همکارۍ د ازبکستان هيواد څخه اخيستل شوي ۱۲۵ مجهز او عصري امبولانسونه د عامې روغتيا وزارت ته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د نورو دخيلو اداراتو مسؤولینو هم شتون درلود تسليم شول.

 

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين ښاغلي مولوي اسحاق صاحبزاده د غونډې ګډونوالو ته د وينا پر مهال يادونه وکړه چې د يادو امبولانسونو په توسط به په روغتيايي خدماتو کې لا چټکتيا او مؤثريت راشي او ضرورتمنو سيمو ته به وليږل شي.

اړوند موضوعات

روغتیا وزارت: د بلخ حوزوي روغتون کې د شپږ ضروري او مجهزو څانګو پرانسته ترسره شوه.

یادې غونډې ته د چارو ادارې عمومې رئیس شیخ نورالحق انور وويل چې ښايي دا د نړۍ په نورو هېوادونو کې کومه لاسته راوړنه نه وي مګر د افغانستان په څېر هېواد لپاره چې تر دې وړاندې پرله پسې پرې پردي نظامونه تپل شوي وو؛ دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.

Leave a reply