سیګار ویلي: پخواني افغان حکومت د امریکا مرسته شوي ۱۹میلیارده ډالر حیف او میل کړي.
سیګار ویلي: پخواني افغان حکومت د امریکا مرسته شوي ۱۹میلیارده ډالر حیف او میل کړي.
25 نومبر 2022
د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي سرمفتش (سیګار) ویلي، چې د پخواني افغان حکومت تر پرځېدو وړاندې د امریکا مرسته شوي ١٩ میلیارده ډالر حیف او میل شوي او یا هم ورڅخه ناوړه استفاده شوې ده.
سیګار د ”ولې افغان دولت وپاشل شو“ تر سرلیک لاندې په خپل وروستي راپور کې چې ځینې برخې یې پر خپله ټوېټرپاڼه خپروي، وایي: د پخواني حکومت تر پرځېدو وړاندې شاوخوا ١٩ میلیارده ډالر چې د امریکا د مرستو یوه برخه وه، د فساد او ناوړه استفادې له کبله حیف او میل شوي دي.
اړوند موضوعات
سیګار ویلي چې، د پخواني پوځ د سرتېرو په معاشونو کې پراخ فساد شوی دی
له دې مخکې هم د امریکا ګانګریس او ځینو نورو حکومتونو د افغان مخکینی دولت په لوړ فساد تورن کړی و او خارجي کومکونو د حیف او میل راپورونه یې ورکړي وه.