پنډۍ کښې د عمران خان لانګ مارچ غونډه، پوليسو فيض اباد ته څېرمه د سټېج جوړولو مخه نيولې، سټېج رحمان اباد ته منتقل شوې دې

پنډۍ کښې د عمران خان لانګ مارچ غونډه، پوليسو فيض اباد ته څېرمه د سټېج جوړولو مخه نيولې، سټېج رحمان اباد ته منتقل شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
پوليسو د راولپنډۍ فيض اباد سيمې سره نزدې د پاکستان تحريک انصاف د جلسې لپاره مرکزي سټېج بند کړو، چې وروستو پي ټي آئي د جلسې مرکزي سټېج د مری روډ رحمان آباد ته منتقلولو کار پېل کړو.
پولیسو د سټیج په کار کې د بوختو کارکوونکو شناختي کارډونه واخیستل او د سټیج د تیاریو کار ودرول شو.
په دې لړ کښې پوليس اهلکارو ته هدايات ورکولو په وخت اوويل چې له پورته نه حکم راغلے دے چې دلته به سټېج جوړيدو نه منع کيږي۔
د پي ټي آئي ايم اين اے اسلم خان د پوليس چارواکو سره د سټيج تيارۍ کښې د خنډانو په اړه ترخې خبرې کړي دي او اسلم خان وئيلي دي چې د ايس ايچ او د کاروائي جدي نوټس اخلي۔
کله چې پولیسو د کار مخه ونیوله، اصلي سټیج له رحمان آباد څخه شپږم سړک ته واستول شو او په مری روډ باندې د سروې آف پاکستان ودانۍ مخې ته نصب شو.
په دې اړه شبلي فراز وويل چې د اسلام اباد انتظاميه خنډونه جوړوي، اوس يې نوې ډرامه پيل کړې ده، مرکزي سټېج له فيض اباد څخه رحمان اباد ته وړي، خو جلسه به له فيض اباد څخه دوه کلوميټره وړاندې په مري روډ باندې کېږي.
په همدې حال کې خبریال شبلي فراز وپوښتل چې په پنجاب کې ستاسو خپل حکومت دی، ولې له دې ځایه لرې یې؟ په دې اړه د پي ټي ائي مشر په ځواب کې وويل کله چې تاسو له صوبايي ادارې سره خبرې کوئ نو هغوى موسکا کوي.
ياده دې وي چې پي ټي آئي سبا په راولپنډۍ کښې د جلسې اعلان کړې دې ولې انتظاميې ورته مشروط اجازت ورکړې دې۔
د اسلام اباد انتظاميې په پرېډ ګراؤنډ کې د هيلي کاپټر د غورځېدو مخه نيولې او اجازه يې نه ده ورکړې.
د انتظامیې په خبره په پریډ ګراؤنډ کې هیلی پیډ نشته، دا ډیر حساس ځای دی او دوی ورته اجازه نه شي ورکولی.
اړوند موضوعات:
په لاهور کښې د تبلیغیانو غونډه، عمران خان لانګ مارچ ځنډولې دې
بل اړخ ته د پي ټي آئي مشر اسد عمر انتظاميي ته چيلنج کړي دي چي د عمران خان هيلي کاپټر به پخپله پريډ ګراؤنډ کښي غورځوي، جي ايچ کيو ته هيڅ اعتراض نه دے او د اسلام آباد انتظاميه وائي چي اجازت به نه ورکوي۔






