په لاهور کښې د تبلیغیانو غونډه، عمران خان لانګ مارچ ځنډولې دې

0
160

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب حکومت وياند وايي، د تحريک انصاف مشر عمران خان په رائيونډ کې د تبليغي غونډې له امله د حکومت پر ضد لاريون د يوې ورځې لپاره وځنډاوه.

د پنجاب حکومت ویاندې مسرت چیمه وايي، عمران خان د تبلیغي غونډې د ګډونوالو د بېرته راتګ له کبله احتجاج د یوې ورځې لپاره ځنډولی دی.
مسرت چیمه زیاته کړه چې تحریک انصاف به د حقیقي ازادۍ مشن نیمګړې نه پریږدي، مشرتابه به یې نن خپل نوی پلان وړاندې کوي، د عمران خان په مشرۍ د حقیقي ازادۍ کاروان به ډیر ژر د منزل په لور روان وي. .

مسرت چیمه وايي، د عمران خان روغتیا د خلکو د دعاګانو په برکت مخ په ښه کېدو ده، عمران خان به نن غرمه ۱۲ بجې له روغتونه رخصت شي.
ياده دي وي چي د تحريک انصاف چيرمين عمران خان د نومبر په دريمه نيټه په وزير آباد کښي د لونګ مارچ په مهال په قاتلانه حمله کښي زخمي شوي وو چي له وجي ئي په شوکت خانم هسپتال کښي علاج روان دې.
……………………………..

Leave a reply