عدلیې وزارت وایي، چې په کابل کې د غصب شویو ځمکو څېړنه د ملاتره خېل له ښارګوټي څخه پیلېږي
عدلیې وزارت وایي، چې په کابل کې د غصب شویو ځمکو څېړنه د ملاتره خېل له ښارګوټي څخه پیلېږي
په دغې غونډه کې د جلال اباد زوړ ښار په سیمو کې د غصب شوو ځمکو، د کوټ ولسوالۍ او هسکې میني ترمنځ د غصب شوو ځمکو، درونټه کې د بريښنا شرکت د غصب شوي ملکیتونو د بررسۍ او راستنولو لپاره بېلابیل هیئتونه وټاکل شول.
(2022 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل، ننګرهار او زابل ولایتونو د ځمکي د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو چې اوس يې پر فعالیت پیل کړی په دوو تېرو ورځو کې يې خپل غونډې او عملي کارونه پیل کړي.
سرچینې زیاته کړې، د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته ددغه ولایت د مقام په تالار کې د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کابل ولایت د غصب شوو ځمکو څېړنه د ملاتره خېل له ښارګوټي څخه پیل شي.
دغه ښار ګوټی د کابل د نهمې او ۲۱ حوزو اړونده د څرخي او بتخاک سیمو کې موقعیت لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت غونډه ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
اړوند موضوعات:
د افغانستان بریښنا شرکت وایي: د دغه شرکت اړوند ۱۴۹۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې.