د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د بدخشان ولایت له ځینو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د بدخشان ولایت له ځینو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
24 نومبر 2022
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ښاغلي الحاج ملا نور الله نوري د بدخشان ولايت کوف اب ولسوالي له علماؤ، قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې کتنه کې تر ښه راغلاست وروسته د راغلو قومي مشرانو او مخورو په استازیتوب محترم مولوي اعظم خواجه، محترم مولوي غلام الله، محترم مولوي عنایت الله، محترم مولوي شبیر احمد اومحترم حاجي حفیظ الله کوفی خبرې وکړې، نوموړو په خپلو خبرو کې سیمه ایزې ستونزې له ښاغلي نوري سره شریکې کړې.
ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزير ښاغلي ملانورالله نوري په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې، هغه زیاته کړه افغانستان د تير شل کلن جهاد په اوږدو کې ستاسو په شان مجاهدو او په دين مينو ولسونو ساتلی.
اړوند موضوعات
سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر د زابل ارغنداب علماؤ او قومي مشرانو سره وکتل.
ښاغلي نوري وویل: دسرحدونو، ق.ق چارو وزارت د ولس رسا غږ دی،هڅه مو داده چې ستاسو ستونزو ته دحل لارې پیدا کړو او په راتلونکي کې به ددې ستونزو دحل په موخه د نورو ادارو له استازو سره یو ځای دبدخشان ولايت د ځینو سرحدي ولسواليو حالت له نږدې وڅېړو او ستاسو ستونزې به تر اړوندو ارګانونو ورسوو.