سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر د زابل ارغنداب علماؤ او قومي مشرانو سره وکتل.

0
81

سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر د زابل ارغنداب علماؤ او قومي مشرانو سره وکتل.

20 نومبر 2022

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري نن په خپل کاري دفتر کې د زابل ولایت ارغنداب ولسوالي له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدلې.

 

په پيل کې راغلو قومي مشرانو او دیني عالمانو د زابل ولایت ارغنداب ولسوالي ستونزې شریکې کړې او همدا راز یې وزارت څخه چې له خلکو سره د ستونزو په حل کې همکاري کوي مننه وکړه.

اړوند موضوعات

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د لوي او کوچني پامير له مشرانو او نماينده ګانو سره وکتل.

 

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د راغلو قومي مشرانو او دیني عالمانو له نیکو او با ارزښتو خبرو څخه هرکلی وکړ او د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Leave a reply