د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د لوي او کوچني پامير له مشرانو او نماينده ګانو سره وکتل.

0
183

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د لوي او کوچني پامير له مشرانو او نماينده ګانو سره وکتل.

19 نومبر 2022

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير ملا نورالله نوري د لوي او واړه پامير له يو شمېر مشرانو سره وکتل‌.

 

د کوچني پامير د خلګو په نماينده ګۍ حاجي سلطان او حاجي بوتو خبرې وکړې، دوئ پاميرونو ته د اسلامي امارت په ځانګړې توجه خوښي څرګنده کړه او له ښاغلي نوري څخه يې مننه وکړه چي د دوئ غوښتنو ته يې ښه انعکاس ورکړی او ستونزو ته يې رسيدنه شوې.

 

د لوی پامير د خلکو په نمايندګۍ ښاغلي ایگمبردی خبرې وکړې، نوموړي د اسلامي امارت له لوري د کوچني پامير د لارې رغولو، مخابراتي خدماتو فعالولو او هڅو قدرداني وکړه او زياته يې کړه چي د لوی پامير د خلګو د لارې نشتون او روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسی عمده ستونزې دي چي هيله مند يو اسلامي امارت به ورته لومړيتوب ورکړي.

اړوند موضوعات

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د بغلان ولایت له یو شمیر کوچي مشرانو سره وکتل.

ښاغلي نوري پاميري مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او ددوئ غوښتنې يې واوريدې او ويې ويل: د هيواد ټولو محرومو ليرې پرتو سیمو ته اسلامي امارت لومړيتوب ورکوي، نوموړي زياته کړه ددوئ شته ستونزې به له اړوندو ارګانونو سره شرېکې شي.

Leave a reply