اسلامي امارت: خارج کې د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، فلزاتو او کاني توکو د نندارتونونو جوړولو لپاره ګډه طرحه جوړېږي.

0
170

اسلامي امارت: خارج کې د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، فلزاتو او کاني توکو د نندارتونونو جوړولو لپاره ګډه طرحه جوړېږي.

23 نومبر 2022

 

د رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د کابینې په ۱۵ غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، فلزاتو او کاني موادو د نندارتونونو جوړولو ګډه طرحه جوړه او د منظورۍ لپاره یې د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.

 

په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت په مشرۍ پلاوي ته هم دنده سپارل شوې چې د غیرفعالو سړو خونو د بیا فعالیت لپاره د کابینې د (۱۱) مصوبې (۵) بند پرېکړې پر بنسټ د ګومارل شوي پلاوي له لوري جوړ شوی راپور مطالعه او د هغوی د موندنو، وړاندیزونو او پایلو اړوند څېړنه ترسره او خپل نظر دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

اړوند موضوعات

د ا.ا. په کابینه کې پریکړه شوې چې د بدخشان واخان ولسوالۍ ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي

غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې بهرنیو هېوادونو ته د صادرېدونکو ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته بندۍ لپاره د کارځایونو جوړېدو اړوند د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د (۱۰) ګڼه مصوبې (۳) بند له مخې د ټاکل شوي پلاوي راپور وڅېړي او په یاد راپور کې په ګوته شوې ځمکې تصفیه کړي او پایله یې د کابینې په ناسته کې شریکه کړي.

Leave a reply