د ا.ا. په کابینه کې پریکړه شوې چې د بدخشان واخان ولسوالۍ ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي

0
113

د ا.ا. په کابینه کې پریکړه شوې چې د بدخشان واخان ولسوالۍ ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي

ټاکل شوې ده چې د ملي دفاع وزارت د فواید عامې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، مالیې او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ په بدخشان ولایت کې د ورېښمو لارې د پاتې برخو د جوړولو لپاره پلان ترتیب او پیل شي.

 

(2022 / 11 / 20   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا. کابینې پرېکړه کړې، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشرۍ او د مخابراتو، پېښو د مدیریت، عامې روغتیا، ملي دفاع، پوهنې او حج او اوقافو وزارتونو په ګډون یو پلاوی وګومارل شي.

د بدخشان د واخان ولسوالۍ خلکو ته د ستونزو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې باید لازم اقدامات ترسره شي.

د ا.ا. د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۲۹مه په خپل ټویټر لیکلي، د واخان په سیمه کې یې د پوځي کمپ انتقال، د مخابراتي شبکو د انتنونو نصبول، د روغتیايي مرکزونو جوړول او هغو ته د مصالحو انتقال او د سیمې خلکو ته د ژمنیو مرستو رسول، د تعلیمي مرکزونو جوړول او د جوماتونو جوړول یو له هغو مواردو څخه دي چې په دې پریکړه کې شامل دي.

اړوند موضوعات:

 د واخان پامیر اوسېدونکو ته د الیکترونیکي تذکیرو د وېش لړۍ پیل شوه   

ټاکل شوې ده چې د ملي دفاع وزارت د فواید عامې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، مالیې او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ په بدخشان ولایت کې د ورېښمو لارې د پاتې برخو د جوړولو لپاره پلان ترتیب او پیل شي.

Leave a reply