د امریکا پخواني ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد پر اسلامي امارت غږ کړی چې د ټولنې لویې برخې نظر ته درناوی وکړي.

د امریکا پخواني ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد پر اسلامي امارت غږ کړی چې د ټولنې لویې برخې نظر ته درناوی وکړي.

23 نومبر 2022

زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي پر اسلامي امارت غږ کړی چې د ټولنې د لويې برخې نظر ته درناوی ولري.
نوموړي له ټي ار ټي ټلویزیون سره د خپلې مرکې پر مهال ویلي، ” اسلامي امارت ځینې هماغسې تېروتنې کوي چې موږ یې په تېرو ۴۰ کلونو کې شاهدان وو.”

هغه په دې مرکه کې د خلق کمونېست ګوند ته اشاره وکړه چې په ۱۳۵۷ کې واک ته ورسېد خو بل هیڅ اړخ ته یې ونډه ورنه کړه او په وینا یې دا چاره د کورنیو جګړو سبب وګرځېده.

 

خلیلزاد وايي، ” ددې لپاره چې اسلامي امارت دا تېروتنې ونه کړي باید د ټولنې د پراخو برخو نظر ته درناوی ولري.”

 

خلیلزاد خبرداری ورکړ، که چېرې طالبان له نورو ډلو سره خبرو او جوړجاړي ته حاضر نه شي، د افغانانو د پراخ مخالفت او حتی د یوې نوې شخړې سره به مخ شي.
هغه وویل، ” د اسلامي امارت رهبران باید د افغانستان تاریخ ولولي او تېرې تېروتنې تکرار نه کړي.»

اړوند موضوعات

 

د روسیې خارجه وزیر: طالبان د مسکو غونډې ته د ټولشموله حکومت نه جوړولو له امله نه دي غوښتل شوی.

هغه امریکا ته د افغانستان د اهمیت په اړه وویل، «ددې امکانات کم دي چې افغانستان یو ځل بیا امریکا ته هماغه اهمیت پیدا کړي چې د سپتمبر د ۱۱ مې تر پیښې وروسته یې پیدا کړی و».