د روسیې خارجه وزیر: طالبان د مسکو غونډې ته د ټولشموله حکومت نه جوړولو له امله نه دي غوښتل شوی.

0
91

د روسیې خارجه وزیر: طالبان د مسکو غونډې ته د ټولشموله حکومت نه جوړولو له امله نه دي غوښتل شوی.

9 نومبر 2022

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، طالبان په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په جوړولو کې د پاتې راتلو له کبله د مسکو مشورتي ناستې ته نه دي بلل شوي خو زیاته کړې یې ده چې دوی به ددې ناستې پایلې له طالبانو سره شریکې کړي.

نوموړي پرون یوې خبري غونډې ته ویلي، ” موږ له طالبانو سره په اړیکه کې یو، موږ به دوی ته د مسکو مشورتي ناستې د ګډنوالو د پرېکړو په اړه معلومات ورکړو. موږ په دې غونډه کې کومې پټې پرېکړې نه کوو بلکې هر څه به طالبانو او هلته نورو سیاسي ډلو ته روښانه کړو.”

اړوند موضوعات

د روس په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي، خو طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

دا غونډه د نوومبر په ۱۶مه جوړیږي چې پکې به د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي برخه واخلي.

Leave a reply