د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي امارت له کابله تر واخانه د ولس يو شان خدماتو ته ژمن دی.

0
52

د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي امارت له کابله تر واخانه د ولس يو شان خدماتو ته ژمن دی.

23 نومبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس نورالحق انور نن له ازبکستانه پیرل شويو ۱۲۵ عرادې امبولانسونو عامې روغتيا وزارت ته د سپارلو په غونډه کې ګډون وکړ.

د چارو ادارې لوی رئيس نور الحق انور غونډې ته په خبرو کې وویل، اسلامي امارت د خپل ولس د ستونزو د حل په اړه عملي ګامونه پورته کوي او بې توپيره د کابل ښار او بدخشان د واخان هېوداوالو ته د يو شان خدمت ژمنتيا لري.

شيخ نورالحق انور عامې روغتيا وزارت ته د امبولانسونو د سپارلو په غونډه کې وويل چې ښايي دا د نړۍ په نورو هېوادونو کې کومه لاسته راوړنه نه وي مګر د افغانستان په څېر هېواد لپاره چې تر دې وړاندې پرله پسې پرې پردي نظامونه تپل شوي وو؛ دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.

اړوند موضوعات

د چارو ادارې لوی رئیس د بادغیس ولایت د یو شمیر قومي مخورو سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

نوموړي وويل چې له يرغلونو وړاندې افغانستان د سيمې له هيوادونو سره په ډېرو برخو کې سيال و خو بهرنيو يرغلونو او جګړو د افغانستان بنسټونه له منځه يووړل.

Leave a reply