د چارو ادارې لوی رئیس د بادغیس ولایت د یو شمیر قومي مخورو سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

د چارو ادارې لوی رئیس د بادغیس ولایت د یو شمیر قومي مخورو سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.
8 نومبر 2022
د چارو عمومي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ادارې عمومې رئیس شیخ نورالحق انور د بادغیس ولایت له مشرانو، متنفذینو او قومي مخورو سره د دې ریاست په مقر کې د دوی د ستونزو د اورېدو په موخه وکتل.
په دغه کتنه کې د بادغیس د قومي مخورو په استازیتوب حاجي سعدالدین له مننې او د اسلامي نظام له ستاینې وروسته د یاد ولایت ځينې ستونزې شریکې کړي.
د نوموړي په خبره د بریښنا توزیع، د بندونو جوړېدل، د بادغیس پستې ته د نړۍوال بازار برابرېدل او د هغو د ولسوالیو رسمي کېدل چې تر فتحې وړاندې له اسلامي امارت سره رسمي وي؛ د دې ګډونوالو عمده غوښتنې دي.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور د جلسې ګډونوالو ته د هرکلي تر څنګ په یادو شویو غوښتنو کې د همکارۍ ژمنه ورکړه.
د نوموړي په وینا په ځینو نورو لایتونو کې هم د ولسوالیو د رسمیت اړوند ستونزې شته، خو د اصولي چارو له پوره کېدو وروسته به يي په اړه اقدامات کېږي.
اړوند موضوعات
اداره امور: امارت اسلامی مسئولیت بر عهده افراد متخصص و مخلص میدهند
د چارو ادارې لوی رئیس وویل د حکومت مسئولین د خلکو خدمتګاران دي او تاسو کولای شئ هر وخت خپلې ستونزې ورسره شریکې کړئ.






