ملګرو ملتونو د ط.البانو د سختو بندیزو پر وړاندې د افغان ښځو ستاینه کړې ده
ملګرو ملتونو د ط.البانو د سختو بندیزو پر وړاندې د افغان ښځو ستاینه کړې ده
د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو مشرې سارا نایبس د ط.البانو د سختو بندیزونو په وړاندې د افغان ښځو د مقاومت هرکلی وکړ. هغې وویل چې د دې هیواد ښځې په غیرمستقیم ډول مقاومت ته دوام ورکوي.
(2022/ 11 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو د ط.البانو د سختو بندیزونو په وړاندې د افغان ښځو د مقاومت ستاینه وکړه. د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو مشرې سارا نایبس د ط.البانو د سختو بندیزونو په وړاندې د افغان ښځو د مقاومت هرکلی وکړ. هغې وویل چې د دې هیواد ښځې په غیرمستقیم ډول مقاومت ته دوام ورکوي.
آغلې سارا دغه څرګندونې داسې محال کوي چې پدې وروستیو کې د ا.ا. امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پارکونو، ورزش ځایونو او عمومي حمامونو نه د ښځو پر تګ بندیز ولګاوۀ.
د امربالمعروف دغه پرېکړه په کور دننه او دباندې په پراخ ډول وغندل او یو شمېر سازمانونو د دغې پرېکړې د لغوه کېدلو غوښتنه وکړه.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر: هېڅوک افغان مېرمنې له خپلو حقونو محرومولی نه شي
بل خوا بیا افغان مېرمنې له نړۍوالو بنسټونه څخه ګیلې لري او وايي چې نړۍوالې ټولنې دوی په دغه سخت حالت کې یوازې پريښي او څنګه چې اړینه وه هغسې یې ملاتړ ندی کړی.