د افغانستان برېښنا شرکت وایي: تر اوسه مو له یو میلیارد افغانیو ډېر پورونه راټول کړي دي.

0
67

د افغانستان برېښنا شرکت وایي: تر اوسه مو له یو میلیارد افغانیو ډېر پورونه راټول کړي دي.

21 نومبر 2022

 

د افغانستان برېښنا شرکت مسئولینو په هغه مطبوعاتي ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه، د تېرو درېیو میاشتو د فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

 

د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي نن په خبري ناسته کې وویل: په تېرو دوو میاشتو کې تصدیو او دولتي ادارو ۵۵۴ میلیونه ۵۹۵ زره ۴۹۸ افغانۍ پورونه د افغانستان برېښنا شرکت ته سپارلي.

 

همدا راز د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام حکم له صادرېدو تر اوسه، ټولټال ۱ میلیارد او میلیونه او ۶۹۳ زره او ۹۲۵ افغانۍ د مالیې وزارت له لارې د دغه شرکت حساب ته انتقال شوي دي.

اړوند موضوعات

غزني کې د بریښنا ریاست ورځني عواید له ۳۱۰ زره افغانیو څخه ۴۸۰ زره افغانیو ته لوړ شوي دي.

 

د دغه شرکت مسئولین زیاتوي: له سیاسیونو او زورواکو څخه د پورونو د ترلاسه کولو په لړ کې له ۵۴۵ پوړوړو څخه تر اوسه ۲۰۱ تنو یې ۴۵ میلیونه او ۵۲۵ زره او ۴۰۴ افغانۍ ورکړي دي.

Leave a reply