غزني کې د بریښنا ریاست ورځني عواید له ۳۱۰ زره افغانیو څخه ۴۸۰ زره افغانیو ته لوړ شوي دي.

0
105

غزني کې د بریښنا ریاست ورځني عواید له ۳۱۰ زره افغانیو څخه ۴۸۰ زره افغانیو ته لوړ شوي دي.

19 اکتوبر 2022

نن سه شنبه د غزني برېښنا ریاست عملیاتي مرستیال، د دغه ریاست د کلني راپور ورکوني په غونډه کې وویل چې، د غزني برېښنا ریاست د پخوا په پرتله د برېښنا وېش د دغه ولایت اوسېدونکو ته زیات کړی دی.

 

د غزني د برېښنا ریاست عملیاتي مرستیال عزت الله وحدت وايي چې په هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دوی په دغه ولایت کې ۳۱۲۹ کورنيو ته برېښنا رسولې.

ښاغلي وحدت په دغه کلني راپور کې د غزني برېښنا ریاست عوایدو ته هم اشاره وکړه او زیات یې کړه چې د دغه ریاست ورځني عواید له ۳۱۰ زره افغانیو څخه ۴۸۰ زره افغانیو ته لوړ شوي دي.
د غزني حوزوي برېښنا ریاست عملیاتي مرستیال، په یاده غونډه کې د برېښنا ریاست پورونو ته هم اشاره وکړه او زیات یې کړه چې پېرېدونکي یې ۷۴ میلیونه افغانۍ پوروړي دي چې زیاته برخه یې حکومتي ادارې دي.

اړوند موضوعات

د بریښنا شرکت وایي: که پوروړي یې پورونه اداء نه کړي، جایدادونه به یې خرڅ شي.

که څه هم په غزني کې سوداګر او صنعتکاران، په دغه ولایت کې د برېښنا د کموالي اندېښنه ښیې، خو د غزني برېښنا ریاست سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې دوی په کافی اندازه برېښنا لري او کولايشي چې صنعتکارانو ته برېښنا ورسوي، خو په غزني کې د صنعتي پارک نشتون له امله برېښنا ریاست نه شي کولای چې صنعتکارانو ته په سم توګه برېښنا ورسوي.

Leave a reply