مولوي سردار شیرزاد: د مهاجرینو چارو وزارت هڅه کوي چې د ټولو بې ځایه شویو ستونزې حل کړي.

0
107

مولوي سردار شیرزاد: د مهاجرینو چارو وزارت هڅه کوي چې د ټولو بې ځایه شویو ستونزې حل کړي.

21 نومبر 2022

د مهاجرینو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل کمپونو کې د مېشتو بې ځایه شویو خلکو استازو د بې ځایه شویو وضعیت ته د رسیدو له رئیس مولوي سردار شېرزاد سره وکتل او د هغوی پر ستونزو یې ورسره خبرې وکړې.

 

دغو استازو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې د ژمي او یخ موسم په رارسیدو سره دې په کمپونو کې میشتو کورنیو ته د ژمنیو مرستو بستې وویشي.

اړوند موضوعات

د کډوالو چارو وزارت هئیت د بلخ له والي سره د داخلي بې ځایه شوو کډوالو په اړه خبرې اترې وکړې.

د یاد وزارت د بې ځایه شوو چارو رئیس مولوي سردار شیرزاد څرګنده کړه چې دغه رياست هلې ځلې کوي چې د ټولو داخلي بې ځايه شويو کسانو ستونزې هوارې کړي، په همدې مقصد له کمپ څخه دايمي استوګنځايونو ته دبېځايه شويو کسانو دليږدونې او دغه راز د ژمي د مرستو د ويشلو پروګرام تر کار لاندې دى تر څو د کمپ میشتو کورنیو سره بشردوستانه مرستې وکړي.

حماد

Leave a reply