مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د هزاره او شیعه قوم د ستونزو حل ته جدي پاملرنه لري.

0
91

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د هزاره او شیعه قوم د ستونزو حل ته جدي پاملرنه لري.

21 نومبر 2022

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د هزاره قوم د ځینو مخورو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې اسلامي امارت د هزاره او شیعه قوم د ستونزو حل ته جدي پاملرنه کوي.

 

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هزاره قوم یو شمېر متنفذینو او د تېر حکومت چارواکو سره وکتل.

 

دوی د شیعه او هزاره قوم د ستونزو او وړاندیزونو شريکولو ترڅنګ وويل، د جګړې پلویان نه يوو، بلکې هڅه کوو هزاره او شیعه قومونه له حکومت سره لا هم نږدې او ټول افغانان په یو ټغر راټول شي‌.

دغو مشرانو زياته کړه، له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تعصب پرته له خپل حاکم نظام ملاتړ کوو او په ساتنه کې یې هر ډول همکارۍ ته چمتو يوو. د ورورلۍ او ملي يووالي غوښتونکي يوو، د تعصب او فساد غږ چې له هر ځايه وي، ردوو.

اړوند موضوعات

اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي اهل تشیع علماؤ ته: اسلامي امارت د قوم، سمت او مذهب پرته د ټول ملت کور دی.

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت په خپله اډانه کې هېڅ ډول تعصب او بدبینۍ ته ځای نه ورکوي، بلکې د افغانستان ټولو قومونو ته په ارزښت قایل دي او د ملت برخه یې بولي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ، اسلامي امارت د هزاره او شیعه قوم د ستونزو حل ته جدي پاملرنه کوي.

Leave a reply