اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي اهل تشیع علماؤ ته: اسلامي امارت د قوم، سمت او مذهب پرته د ټول ملت کور دی.

اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي اهل تشیع علماؤ ته: اسلامي امارت د قوم، سمت او مذهب پرته د ټول ملت کور دی.
16 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د اهل تشيع يو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د ګډونوالو په استازيتوب محترم استاد محمد اکبري خبرې وکړې وې ويل، د افغانستان اهل تشيع د اهل سنت وروڼو ترڅنګ په مختلفو وختونو په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد د اشغال پر وړاندې د هيواد دفاع کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
استاد اکبري د افغانستان اسلامي امارت له لوري د ټول ملت ترمنځ د امن فضا او ورورولۍ په رامنځته کولو خوښي وښوده وې ويل، د افغانستان اهل تشيع ټولنه د اسلامي نظام ملاتړ کوي.
نوموړي همداراز د تعليمي او ټولنيزو مسايلو، انکشافي چارو او له اسلامي نظام څخه د افغان ملت د هر اړخيز ملاتړ په اړه خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه يې وغوښتل چې يادو مواردو ته پاملرنه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي اهل تشيع علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اهل تشيع ټولنه د افغان ملت مهمه برخه ده او زموږ ملت د تاريخ په مختلفو دورو کې د وروڼو په څېر ژوند کړی او د خپلواک او پرمختللي افغانستان جوړولو لپاره د ملت يووالی اړين دی.
اړوند موضوعات
د رياست الوزرا اداري مرستيال پخپلو خبرو څرګنده کړه چې اسلامي امارت ژمن دی، ترڅو د ټولو خلکو ستونزې او وړانديزونه قوم، سمت او د هغوی مسلک ته له پام پرته واوري او د حل لپاره يې اقدام وکړي.






