د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان د بشري او سیاسي چارو مرستیالانو سره وکتل.

0
48

د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان د بشري او سیاسي چارو مرستیالانو سره وکتل.

16 نومبر 2022

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د اسلامي همکاریو سازمان د بشري چارو مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د یاد سازمان سياسي مرستیال يوسف بن محمد الضبيعي او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

ښاغلي طارق علي بخیت ددغه سازمان له لورې په کابل کې د خپل دفتر په اړه چې موخه یې افغانانو ته د بشري مرستو لازیات انسجام دی هراړخیز معلومات ورکړل وې ویل،افغانستان ته یې دراتګ موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړو تطبيق دی.

 

طارق علي بخیت زیاته کړه، په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر به د افغانستان اسلامي امارت او ددغه سازمان ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د ځینو هیوادونو د اندېښنو په هکله هم د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره خپل نظر شریک کړ.

 

مولوي عبدالسلام حنفي د ياد سازمان بشري او پرمختيايي مرستو ته د هر ډول اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړ او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر پرانیسته نېک پال وباله. دغه راز یې په سختو شرایطو کې له افغانستان سره د یاد سازمان د غړو هیوادونو د مرستو مننه هم وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان تېر څه د پاسه څلوېښت کلنو حالاتو ته په اشارې وویل،یاد وخت کې د افغانستان زېربناو او افغانانو ته زیات زیان رسیدلی دی. د اسلامي همکاریو سازمان دې له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول د مشورې، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او د ظرفیت لوړولو په برخو کې لازیاته هراړخیزه همکاري، همغږي او مرسته وکړي.

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، په تېره کابو نیمه پېړۍ کې دا لومړی ځل دی چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین او خوشبختانه اداري او اخلاقي فساد صفر شوی دی.

همداراز ا.ا په تېر یوه کال کې د امنیت ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه کړی او اوس په ټول هیواد کې امنیت تامین دی.
د افغانستان اسلامي امارت پالیسي داده چې هیچاته هم د دې اجازه نه ورکوي چې د ګاونډیو، اسلامي او د نړۍ د نورو هیوادونو د امنیت پر ضد د افغانستان خاوره استعمال کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي دېته په اشارې چې سږکال په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منع ګرځول شوی وویل، په تېرو شلو کلونو کې کابو پنځه میلیونه کسان په نشه یي توکو روږدي شوي چې له ډلې یې کابو یو میلیون ښځې او ماشومان دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت د یو شمیر علماؤ، مشرانو او قومي مخورو سره وکتل.

اسلامي امارت یې په لومړي قدم کې د دوی ژوند ژغورلو او په دوهم قدم کې یې درملنې ته پاملرنه کوي. اسلامي امارت هڅه کوي افغانستان آرام، هوسا او پر خپل ځان بسیا اسلامي ملک وي.

Leave a reply