د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت د یو شمیر علماؤ، مشرانو او قومي مخورو سره وکتل.

0
60

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت د یو شمیر علماؤ، مشرانو او قومي مخورو سره وکتل.

9 نومبر 2022

 

د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د جوزجان ولايت د مردیان ولسوالۍ له يو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

ملا عبدالله فیضان د نورو په استازيتوب د دې ولسوالۍ د اجتماعي، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي، ښوونې او روزنې، روغتيايي خدمتونو او معیاري مواصلاتي لارو ته لاسرسی د دې ولسوالۍ لومړنۍ اړتياوې په ګوته او د اسلامي امارت له رهبرۍ يې وغوښتل چې ذکر شوو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

مولوي عبدالسلام حنفي د مردیان ولسوالۍ مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ټولو افغانانو د ستونزو حلول د اسلامي نظام اساسي دنده وبلله. اداري مرستيال دېته اشارې څرګنده کړه چې په مرکز او ولايتونو کې د افغانستان اسلامي امارت مسوولين پدې اړه خپلې ټولې هڅې کوي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال نن ورځ د قرغزستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل.

مولوي حنفي د‌ مرديان ولسوالۍ د مشرانو د غوښتنې په اړه وويل، ستاسو ستونزې او غوښتنې به په جدي توګه وارزول شي او په اړه به يې لازم اقدامات ترسره شي.

Leave a reply