د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال نن ورځ د قرغزستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل.

0
108

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال نن ورځ د قرغزستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل.

7 نومبر 2022

 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند نن په خپل کاري دفتر کې د قرغزستان ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره وکتل.

 

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او روغتیايي برخو کې په همکارۍ خبرې وکړې. محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي لرغونو اړیکو یادونه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو تقویت یې مهم وباله.

 

نوموړي له قرغزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت به هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قرغزستان د ولسمشر ځانګړي استازي او مل پلاوي سره وکتل.

د قرغزستان ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي طلعت بېک مصدقاف په افغانستان کې په بشپړ امنیت خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته په اشارې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.

Leave a reply