د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قرغزستان د ولسمشر ځانګړي استازي او مل پلاوي سره وکتل.

0
219

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قرغزستان د ولسمشر ځانګړي استازي او مل پلاوي سره وکتل.

6 نومبر 2022

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د قرغیزستان جمهوررئیس ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره نن وکتل. ښاغلي طلعت بېک مصدقاف په افغانستان کې د سراسري امنیت په تامین خوښي وښوده او د ښځو حقونو تامین او سیاسي جوړښت په اړه یې خپلې مشورې او وړاندیزونه مطرح کړل.

نوموړي وویل، راتلونکی کال پلان کې لرو چې د اسلامي امارت د روغتیايي مسوولینو په همکارۍ بدخشان کې ښځو او ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړو.
د قرغیزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې غړي بالات سیپاف او په کابل کې د قرغیزستان سفارت شارژدافیر سنجر الګاژایوف له ترورېزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ وې ویل، ګاونډي او د سیمې هیوادونه باید د افغانستان واقعي غږ واوري. محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، دیني،اقتصادي او فرهنګي لرغونو اړیکو ستاینه وکړه او د دغو اړیکو تقویت یې مهم وباله.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د فاریاب ولایت یو شمیر علماؤ او مخورو سره وکتل.

محترم حنفي د اداري فساد او نشه یي توکو صفر کېدو په اړه معلومات ورکړ وې ویل: اسلامي امارت په افغانستان کې هېڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. زموږ پالیسي دا ده چې سیمه او نړۍ د نشه یي توکو له شر څخه خلاصوو او بین المللي ټولنه دې کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرولو کې همکاري وکړي.

Leave a reply