امیرخان متقي: تخریبوونکې ډلې مو ځپلي او چاته هم اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څوک وګواښي.

0
172

امیرخان متقي: تخریبوونکې ډلې مو ځپلي او چاته هم اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څوک وګواښي.

21 نومبر 2022

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي دغه خبرې د تیره ورځ د ناروې شارژدافیر پال کلومان سره خبرو کې وکړې.

 

نوموړي همدا راز د خپلو خبرو پر مهال د ناروی شارژدافیر ته وویل: باید کوشش وکړو نړۍ او افغانستان له یو بل سره نږدې کړو چې ناروې په دې کار کې ښه تجربه لري او رول لوبولی شي.

ده زیاته کړه د نوي افغان حکومت مثبت اقدامات باید وستایل شي او مثبت ځواب ورکول شي.

 

د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ موږ له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین کړی، د پخوا په ډول اوس د ورځې په سلهاوو افغانان په چاپو، بمباریو او جنګ له امله نه وژل کیږي او نه هم بیځایه کیږي.

متقي صاحب زیاته کړه تخریبوونکې ډلې مو ځپلې او هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څوک وګواښي. دغه راز مو د مخدره توکو کښت او قاچاق بند کړي او لسګونه زره په نشو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي. نړۍ مسؤلیت لري چې په دې برخو کې مرستې وکړي او دغه ډول بشري موضوعات سیاسي نکړي.

اړوند موضوعات

کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره پر یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، لکه تاریخ چې ښودلې، په افغانستان کې د فشار آپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لاري پر مخ ولاړ شو. په پای کې دواړو لوریو په تعامل او همکاریو ټینګار وکړ.

Leave a reply