کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره پر یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

0
103

کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره پر یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

16 نومبر 2022

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یو وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یي خبرې وکړې.

 

ښاغلي وانګ یو د خبرو په پیل کي وویل چې هیواد یې د نوي افغان سرپرست حکومت ننګه او ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکو ته د اهمیت په نظر ګوري.

 

همداراز د چین سفیر د ژمي په رارسیدو سره د خپل هیواد له لخوا د ژمنیو توکو د مرستو یادونه وکړه چې له اړوندو ادارو سره په تفاهم به د یوه میکانیزم په ترڅ کې له اړمنو افغانانو سره لازمې مرستې ترسره کړي.

 

د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم عمیقې او پیاوړې شي.

اړوند موضوعات

کابل کې د چین سفیر وویل: چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي.

متقي صاحب له چین هیواد څخه مننه وکړه چې د افغانانو د لاسنیوي په موخه یې د نیمه پاتې اونویو پروژو پیل ته امادګي ښودلي، دغه راز یي د چین وروستی اقدام وستایه چې د افغاني محصولاتو څخه یې په سلو کي په ۹۸ د مالیي وړ توکو تعرفې صفر ته راټیتې کړي دي.

Leave a reply