کابل کې د چین سفیر وویل: چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي.

0
170

کابل کې د چین سفیر وویل: چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي.

26 اکتوبر 2022

نن ورځ د چین سفیر د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند سره د خپل ملاقات په ترڅ کې د افغانستان سره د خپلو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د نوي حکومت ملاتړ کوي.

 

د چین سفیر وانګ ‌یو د خپلو خبرو پر مهال وویل، چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي. د هغه په خبره، چین په همدې موخه په پلان کې لري چې ډېر ژر به په هغو پروژو چې د چین له لوري پیل شوې وې، عملي کار پیل کړي او همدارنګه هغه نورې لویې پروژې چې د نړېوال بانک یا هم د آسیا پراختیایي بانک له لوري تمویلېدې او اوس نیمګړې پاتې دي، غواړي بشپړې کړي.

د ده په خبره دوی د افغانستان اسلامي امارت څخه غواړي، هغه پروژې چې دوی ته لومړیتوب لري، له دوی سره دې په اړه معلومات شریک کړي، تر څو دوی په دې برخه کې د پانګونې له پاره پلان جوړ کړي.

اړوند موضوعات

کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند سره وکتل.

د چین سفیر زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان اسلامي امارت سره خپلو دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي.

Leave a reply