د کورنیو چارو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جنوب ختیځ ولایتونو له قومي مشرانو سره وکتل.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جنوب ختیځ ولایتونو له قومي مشرانو سره وکتل.
26 اکتوبر 2022
د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د جنوب ختیځ ولایتونو له قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
قومي مشرانو د هغه ولسي کميسيون هڅي وستايلې چې په پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې د قومي شخړو د هواري په موخه د کورنیو چارو د محترم وزیر په هدایت جوړ شوی دی.
د ياد کمېسيون غړو ښاغلي وزير ته د تېرو ناستو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
اړوند موضوعات
د افغان دولت د کورنیو چارو وزیر کابل کې د جاپان له سفیر اوکدا تاکشي سره وکتل.
په پای کې سرپرست وزیر له قومي مشرانو سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او د دوی له هڅو یې مننه وکړه.





