کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند سره وکتل.

کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند سره وکتل.
26 اکتوبر 2022
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دفتر پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا برادر اخند د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او د دې پروژو د عملي چارو پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې.
محترم ملابرادر وويل، چين او افغانستان تاريخي اړيکې لري او اسلامي امارت د دغو اړيکو لا پراختيا غواړي، چین په نړیوال اقتصادي فورم کې اوسمهال تر ټولو ښه ځای لري او اسلامي امارت د چین له حکومت څخه غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د هغه په خبره، افغانستان پراخې طبیعي زېرمې لري او اوسمهال په افغانستان کې یو خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی، اقتصادي مرستیال همدا راز له چین هېواده وغوښتل چې افغانستان دې د «یو کمربند او یوه لار» پروژه کې ور داخل کړي.
د چین سفیر وانګ یو د خپلو خبرو پر مهال وویل، چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي. د هغه په خبره، چین په همدې موخه په پلان کې لري چې ډېر ژر به په هغو پروژو چې د چین له لوري پیل شوې وې، عملي کار پیل کړي او همدارنګه هغه نورې لویې پروژې چې د نړېوال بانک یا هم د آسیا پراختیایي بانک له لوري تمویلېدې او اوس نیمګړې پاتې دي، غواړي بشپړې کړي.
د ده په خبره دوی د افغانستان اسلامي امارت څخه غواړي، هغه پروژې چې دوی ته لومړیتوب لري، له دوی سره دې په اړه معلومات شریک کړي، تر څو دوی په دې برخه کې د پانګونې له پاره پلان جوړ کړي.
د چین سفیر زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان اسلامي امارت سره خپلو دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي.
اړوند موضوعات
چین کې د افغان دولت سفیر د دغه هیواد د خارجه وزارت د اسیایي برخې مسؤل سره وکتل.
په پای کې ښاغلي ملابرادر وويل، د افغانستان اسلامي امارت چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو اطمينان ورکوي چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.





